۰

له قطر څخه ډېری افغانان اروپا او امریکا ته لېږدول شوي

یکشنبه ۱۴ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۹
په قطر کې د امریکايي اډې د تاسیساتو قوماندان برید جنرال جیرالډ ډوناهو وايي، له قطر څخه ګڼ شمېر افغانان اروپا او امریکا ته لېږدول شوي دي.
له قطر څخه ډېری افغانان اروپا او امریکا ته لېږدول شوي
په قطر کې د امریکايي اډې د تاسیساتو قوماندان برید جنرال جیرالډ ډوناهو وايي، له قطر څخه ګڼ شمېر افغانان اروپا او امریکا ته لېږدول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکا له افغانستان ۵۶ زره کسان په لومړي سر کې قطر ته لېږدولي و، چې اوس یې له هغه ځایه اروپا او امریکا ته لېږد لړۍ پیل شوې ده.

جنرال ډوناهو پرون شنبې په یوه خبري کنفرنس کې ویلي، چې د دغه افغانانو له ډلې دوه پر درېیمه برخه په اروپا کې د پروسس مرکزونو ته او درېیمه برخه یې راسآ امریکا ته لېږدول شوي دي.

نوموړي ویلي، د امریکا د هوايي، ځمکنیو او سمندري ځواکونو سرتیرو، نورو همکارانو او قطري کوربنو وکولی شول چې د درې اونیو په موده کې دغه ماموریت سرته ورسوي.

دی زیاتوي، دا یو فوق العاده ماموریت دی او په پای کې به دوی وکولی شي، چې ۵۷۰۰۰ زره افغانان خوندي سیمو ته ولېږدوي.

دغه امریکا جنرال زیاته کړې، چې دا مهال ۱۴ زره افغان کډوال په قطر کې پاتې دي، چې زیات شمېر به یې ډېر ژر له قطر څخه بهر ته ولېږدول شي.

جنرال ډوهانو وايي دوی د العدید په اډې کې د زرګونو کسانو د ځای پرځای کولو لپاره کافي تاسیسات نه لري او له هنګرونو او ګودامونو څخه د دوی لپاره د سرپناه په توګه کار اخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي