د افغانستان بانک او صرافانو د ګډې پرېکړې پر بنسټ ټاکل شوې نن شنبې د وږي ۱۳ مه په کابل ښار کې د شهزاده سرای د پرانیستل کېدو خبر ورکوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له دغه بانک څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، دغه پرېکړه د افغانستان بانک او د صرافانو رهبرۍ تر منځ په ګډه ناسته کې شوې ده.
د افغانستان بانک ژمنه کړې چې په مالي او بانکي برخو کې به هېوادوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د دې تر څنګ د افغانستان بانک هېوادوالو ته ډاډ ورکړی چې امانتونه یې له دوی سره خوندي دي او په دې برخه کې هېڅ ستونزه نشته.
د افغانستان بانک ویلي، چې په مرکز او ولایتونو کې د سوداګریزو بانکونو فعالیتونه پیل شوي او د جوړې شوې کړنلارې پر اساس به بانکي فعالیتونه دوام وکړي.
افغانستان بانک وایي، دغه کړنلاره به تلپاتې نه وي، بلکې ډېر ژر به د بانکونو فعالیتونه بیرته پیل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل