۰

ترکیه: له افغانستان سره به مو مرستې دوام ولري

پنجشنبه ۱۱ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۴۹
په قطر کې د ترکیې سفیر د طالبانو د رهبرۍ شورا د غړي شېر محمد عباس ستانکزي سره لیدنه کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې ترکیه به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
ترکیه: له افغانستان سره به مو مرستې دوام ولري
په قطر کې د ترکیې سفیر د طالبانو د رهبرۍ شورا د غړي شېر محمد عباس ستانکزي سره لیدنه کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې ترکیه به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ ویلي، ښاغلي ستانکزي په قطر کې د ترکیې له سفیر سره لیدلي دي.

نوموړي زیاته کړې په دغه لیدنه کې دواړو لورو افغانستان کې پر روان وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې کړې دي.

ډاکټر نعیم وایي ترکیې یو ځل بیا ژمنه کړې چې له افغانستان سره به یې مرستې دوام کوي.

تر دې وړاندې هم د ترکیې ولسمشر ویلي چې له افغانستان سره به یې مرستې او همکارۍ دوام کوي او په خبره یې له دغه هېواد سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.

طالبانو هم ویلي چې ترکیه به له افغانستان سره همکاري کوي او دا همکارۍ به د کابل هوايي ډګر د فعال ساتلو لپاره له تخنیکي همکاریو پیلېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي