د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار په ټولینزو رسنیو د افغانانو له خوا پر پاکستان د بندیز لګولو هشتک هرکلی وکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مسلمیار پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې پر ټولنیزو رسینو د مبارزو ځوانانو له لوري د پاکستان پر ضد روانه فکري مبارزه ستايي.
د مشرانو جرګې مشر وايي، پاکستان د ترهګرو تمویلونکی هېواد دی، باید د ملګرو ملتونو له لوري تحریم او بندیزونه پرې ولګول شي.
دی زیاتوي، چې پاکستان په افغانستان کې د روانې خونړۍ جګړې مستقیماً تمویلونکی او د سیمې لپاره د سرطان دانه ده.
ښاغلي مسلمیار ټینګار کړی، چې دا کمپاین باید لا پسې پراخ شي، ترڅو نړۍ ته د دغه ترهګر، وحشي او تروریست هېواد ناولې څېره بربنډه شي.
باید و ویل شي، چې سلګونه زره افغانانو له څو ورځو راهیسې پر خواله رسنیو دا هشتک کاروي، چې پاکستان باید تحریم کړای شي.
جمهورخبري آژانس:کابل