۰

ناټو: نړیواله ټولنه به هېڅکله هم طالبان په رسمیت ونه پېژني

سی شنبه ۱۹ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۶
ناټو یو ځل بیا ویلي، چې د افغانسستان لانجه پر جګړه نه حل کېږي او د زور له لارې واک ته رسېدل نړیوالې ټولنې ته په هېڅ صورت د منلو نه دي.
ناټو: نړیواله ټولنه به هېڅکله هم طالبان په رسمیت ونه پېژني
ناټو یو ځل بیا ویلي، چې د افغانسستان لانجه پر جګړه نه حل کېږي او د زور له لارې واک ته رسېدل نړیوالې ټولنې ته په هېڅ صورت د منلو نه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ناټو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټر خبري آژانس ته ویلي، طالبان باید په دې پوه شي چې که دوی سیاسي پروسه رد او هڅه وکړي چې د جګړې له لارې واک ته ورسېږي نو به یې نړیواله ټوله هېڅکله هم په رسمیت ونه پېژني.

دغه چارواکي ټینګار کړی، چې د افغانستان لانجه جګړیز حل نه لري نو ځکه طالبانو ته پکار ده، چې بریدونه ودروي او په ښه نیت د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.

په ورته وخت کې دغه چارواکي دا هم ویلي، چې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د وتلو پروسه دوام لري، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي