۰

امریکا او برېتانیا له طالبانو د فوري اوربند غوښتنه کړې ده

سی شنبه ۱۲ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۰
امریکا او برېتانیا په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي ژوره اندېښنه ښودلې او له وسله والو طالبانو یې د فوري اوربند غوښتنه کړې ده.
امریکا او برېتانیا له طالبانو د فوري اوربند غوښتنه کړې ده
امریکا او برېتانیا په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي ژوره اندېښنه ښودلې او له وسله والو طالبانو یې د فوري اوربند غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د سفارت څخه په ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې طالبانو سپین بولدک ولسوالۍ کې د غچ اخیستنې په ترڅ کې لسګونه ملکي کسان وژلي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، دغه ټولوژنې جنګي جنایت ګڼل کېږي او طالبان باید دا پېښه په جدي توګه وڅېړلي او هغه طالب جنګیالي او قوماندان باید ځواب ویلو ته اړ باسي، چې دا جنایت یې کړی دی.

د امریکا او برېتانیا په ګډه اعلامیه کې ټینګار شوي، چې د طالبانو مشرتابه د خپلو جنګي جنایاتو په تړاو مسوول دي او باید ځواب ووايي.

 دوی ویلي،که چېرته دغه ډله (طالبان) اوس نه شي کولی، خپل جنګیالي کنټرول کړي، نو په راتلونکي کې د حکومتولي لپاره کومه لاره چاره نه لري.

د طالبانو له خوا د سپین بولدک ولسوالۍ تر نیول کېدو څو ورځې وروسته د افغانستان امنیتي ارګانونو خبر ورکړو چې طالبانو دغه ولسوالۍ کې لسګونه ولسي وګړي برمته کړي، یو شمېر یې وژلي او د سلګونو نور برخلیک لا هم نه دی معلوم.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا او برېتانیا د سفارتونو دغه ادعا رد کړې ویلي یې دی، سپین بولدک ولسوالۍ کې هېڅ داسې پېښه نه ده شوې.

ده زیاته کړې، که څوک، د بشري حقونو بنسټونه، حقوقي ادارې او رسنۍ کوم تشویش لري سیمې ته د پلټنو لپاره ورتلای شي، چې طالبان به یې حمایت هم وکړي.

جمهور خبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي