۰
ایران:

افغانستان کې باید ژر تر ژره جګړه ودرول شي، افغانان دا وړتیا لري

پنجشنبه ۱۷ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۲۲
ایران یو ځل بیا په افغانستان کې د جګړې د ښکېلو غاړو تر منځ د خبرو اترو پر پیل او د جګړې پر ځای ټینګار کړی وايي، افغانان دا وړتیا لري.
افغانستان کې باید ژر تر ژره جګړه ودرول شي، افغانان دا وړتیا لري
ایران یو ځل بیا په افغانستان کې د جګړې د ښکېلو غاړو تر منځ د خبرو اترو پر پیل او د جګړې پر ځای ټینګار کړی وايي، افغانان دا وړتیا لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د ایران د بهرنیو چارو وزیر تهران کې د افغان دولت او طالبانو له پلاویو سره تر کتنې وروسته کړې دي.

جواد ظریف پرخپله ټوېټر پاڼه لیکلي، افغانان د راتلونکو نسلونو لپاره د سوله ییز او با ثباته هېواد د جوړولو وړتیا لري او ایران د افغانستان د سولې په پروسه کې بشپړې همکارۍ ته تیار دی.

نوموړي ویلي، د امریکا د ناکامۍ له امله افغانستان کې جګړې شدیدې شوې، خو د دې اړتیا ده چې ژر تر ژره په دغه هېواد کې د سولې په خبرو کې پرمختګ راشي او روانې جګړې پای ته ورسېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، له دواړو لورو سره یې لیدنه ګټوره وه او ایران هڅه کوي چې د سولې په برخه کې رغنده رول ولوبوي.

د یادونې ده، چې د افغان دولت او طالبانو پلاوي وړمه ورځ تهران ته ولاړل او پرون یې غونډه کې د افغانستان پر روان وضعیت، سولې او د سولې لپاره د مذاکراتو پر پیل خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي