د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح پاکستان ته خبرداری ورکړی، چې له طالبانو سره د یو لاس پاتې کېدو بیه به ډېره لوړه ورته تمامه شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن یکشنبې د چنګاښ ۶ مه په خپله فسبوک پاڼه چې امریکا ته د افغان حکومتي پلاوی سفر له لاس ته راوڼو ډک و او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو وروسته د سیمې رول باندې لوی بحثونه شوي دي.
نوموړي زیاته کړې«اسلام اباد د طالبانو د کوربه په توګه د دغې ډلې له زېږدنې تر اوسه کولی شي په سولې پروسې کې ښه ونډه ولوبوي چې وکړای شي د افغانستان د اعتماد وړ ملګری شي، د اوسني سیاست دوام چې جمهوریت سره خبرې او عمل د طالبانو سره وي یوازې د بې اعتمادۍ سبب کېږي.»
د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي، د طالبانو د ملاتړ بیه به ډېره لوړه وي، ځکه وضعیت بدل شوی،نن ورځ نه یوازې افغانان بلکې د پاکستان په پارلمان کې ځینې ویښ وجدانونه د طالبانو پر لاس د افغان وژنې سیاستونه محکوموي.
ښاغلي صالح ټينګار کړی، چې د افغانستان اقتصادي ودې ته په سمیې کې اجماع رامنځ ته شوې خو یوازې د یوه هېواد پرته نور ټول افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتوونکي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل