روغتیایي چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې ناپېژانده وسله والو په بېلا بېلو بریدونو کې ۷ واکسیناتورانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښې د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار، سره رود او خوګیاڼو ولسوالیو کې نن سه شنبې د غبرګولي ۲۵ مه رامنځ ته شوې دي.
د ننګرهار روغتیايي چارواکي وايي، لومړی د خوګیاڼو په چمتله سیمه کې وسله والو پر دوه واکسیناتورانو ډزې کړې یو یې وژلی او بل ټپي دی.
دغه راز یو بل واکسناتور د همدې ولسوالۍ د کږې بازار په سیمه کې د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوی دی.
د ننګرهار روغتیايي چارواکي زیاتوي، همدا رانګه دوه رضاکار واکسیناتوران سره رود ولسوالۍ کې ویشتل شوي او وژل شوي دي.
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست کې د کتلوي معافیت مشر ډاکتر جان محمد دوه نور واکسیناتوران د جلال اباد ښار په درېمه ناحیه کې ویشتل شوې دي چې دواړه ټپیان دي.
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست وایي چې دغه پېښې له اوو بجو څخه تر نو بجو پورې شوې دي او اوس یې په ښار او ولسوالیو کې د واکسین کمپیاین درولی دی.
تر اوسه د دغه قتلونو مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار