د سولې لپاره د افغان حکومت د مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی وايي، حکومت له طالبانو سره د سولې جدي خبرې غواړي، نه دا چې په حاشیوي مسایلو وخت ضایع شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ستانکزي او د پلاوي یو شمېر غړو دغه څرګندونې د افغان سولې لپاره د قطر له ځانګړي استازي مطلق القحطاني او د یوناما له مشرې دیبرا لاینز سره کتنه کې کړې دي.
نوموړي ویلي، چې د سولې پروسه د نړیوالې ټولنې لا زیات ملاتړ ته اړتیا لري او افغان دولت د سولې د خبرو د جدي پرمختګ غوښتونکی دی او نه غواړي په حاشیوي مسایلو باندې وخت ضایع شي.
دوی همدا راز د سولې د مذاکراتو درېیم پړاو په پرمختګ باندې ټینګار کړی.
په ورته وخت کې له مېرمن دیبرا لاینز سره په لیدنه کې د افغان دولت د سولې مذاکراتي تيم د روانو خبرو د چټکتیا او د نړیوالې ټولنې په ملاتړ باندې خبرې کړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د اعلامیې له مخې مېرمن لاینز ډاډ څرګند کړی چې د ملګرو ملتونو سازمان به د افغانستان د خلکو تر څنګ وي.
جمهورخبري آژانس:کابل