۰

د غزني د ده یک ولسوالۍ د سقوط په اړه ضد او نقیض راپورونه

شنبی ۱۵ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۵۳
د غزني د ده یک ولسوالۍ په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکول کېږي، حکومتي چارواکي وايي، له یوه ځایه بل ته لېږدول شوې، خو طالبان وايي، دوی نیولې ده.
د غزني د ده یک ولسوالۍ د سقوط په اړه ضد او نقیض راپورونه
د غزني د ده یک ولسوالۍ په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکول کېږي، حکومتي چارواکي وايي، له یوه ځایه بل ته لېږدول شوې، خو طالبان وايي، دوی نیولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده نن شنبې د غبرګولي ۱۵ مه ویلي، د غزني د امنیتي شورا د پرېکړې پر اساس امنیتي ځواکونه د ده یک ولسوالۍ مرکز له پخواني موقعیت څخه ۳۰۰ متره لرې د یوې غونډۍ سر ته لېږدولی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه لېږد له کومې مرګ ژوبلې پرته تر سره شوي او ټول پوځي تجهیزات په نوي مرکز کې ځای پر ځای شوي دي.

خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې، چې د ده یک ولسوالۍ یې له یوې جګړې وروسته نیولې او ګڼ شمېر وسلې او مهمات د طالبانو لاس ته ورغلي.

مجاهد دا ادعا هم کړې، چې ګڼې دغه ولسوالي دوی ته تسلیم شوې او دغه راز په نورستان کې د دواب او مندول ولسوالۍ هم د جګړې په ترڅ کې طالبانو ته تسلیم شوې دي.

د نورستان چارواکو هم د دواب ولسوالۍ د سقوط خبر تایید کړی، خو د منډول ولسوالۍ په اړه یې څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي