۰

په تېروه یوه میاشت کې ۲۸۰ ملکي افغانان وژل شوي دي

چهارشنبه ۱۲ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۲۴
د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وايي، په تېره میلادي میاشت کې د تاوتریخوالي او جګړو له امله ۹۱۴ ملکي افغاناو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په تېروه یوه میاشت کې ۲۸۰ ملکي افغانان وژل شوي دي
د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وايي، په تېره میلادي میاشت کې د تاوتریخوالي او جګړو له امله ۹۱۴ ملکي افغاناو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد کمېسیون ویاند ذبیح الله فرهنګ نن چهارشنبې د غبرګولی ۱۲ مه رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، په تېره میلادي می میاشت کې د جګړو له امله ۲۸۰ ملکي افغانان وژل شوي او ۶۳۴ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په وژل شویو کسانو کې ۱۰۹ تنه یوازې ماشوم او په ټپیانو کې هم ګڼ شمېر ماشومان شته دي.

فرهنګ ویلي، ښايي مرګ ژوبله تر دې هم زیاته وي، نو ځکه د جګړې له ښکېلو غاړو جدي غواړي، چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

د بشري حقونو کمېسیون له حکومت او طالبانو غوښتي، چې د جګړې پر ځای مذاکراتو ته لومړیتوب ورکړي، اوربند وکړي ځکه اوربند د افغانستان د خلکو لومړنۍ او اساسي غوښتنه ده.

په ورته وخت کې یاد کمېسیون له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې هم غوښتي، چې افغانستان کې د جګړې د ختمېدو او بشري حقونو د ملاتړ برخه کې خپل حقوقي او اخلاقي مسوولیت ادا کړي.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون یو ځل بیا هېواد کې د تاوتریخوالي او په کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په زیاتېدو خواشني ښودلې وايي، د جګړې اصلي قرباني ملکي وګړي دي.

د بشري حقونو کمېسیون دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پرون کابل کې غبرګو چاودنو ۱۰ تنه ملکي افغانان و وژل او ۱۲ نور یې ټپیان کړل.

باید و ویل شي، چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولی هم د جګړې پر شدت او په کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر زیاتېدو ژوره خواښني ښودلې ده.

دغه ادارې پرون په یوه خبرپاڼه کې له ښکېلو لورو څخه په جګړې کې د ملکي وګړو خودیتوب ته د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي