۰

د محب او سلیوان تلېفوني خبرې: امریکا به افغان حکومت او ولس تر څنګ ولاړه وي

پنجشنبه ۶ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۸
د امریکا د ملي امنیت سلاکار سلیوان او افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب تلېفوني خبرې کړې دي.
د محب او سلیوان تلېفوني خبرې: امریکا به افغان حکومت او ولس تر څنګ ولاړه وي
د امریکا د ملي امنیت سلاکار سلیوان او افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب تلېفوني خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ او سپینې ماڼۍ دواړو په جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې د ښاغلي محب او سلیوان تلېفوني خبرې پرون چهارشنبې د غبرګولي ۵ مه شوې دي.

په دغه اړیکه کې دواړو لورو له ترهګرۍ پر مبارزې، د افغانستان پر روان وضعیت، سولې پروسې او په ټول کې د سیمې پر حالاتو خبرې کړې دي.

د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار جیک سلیوان ویلي، امریکا به د افغانستان نه د ځواکونو ایستلو وروسته هم د افغان حکومت او ولس تر څنګ په ټینګه ولاړه وي.

سپینې ماڼۍ له دې تلېفوني خبرو وروسته په یوه خبرپاڼه کې د خبرو جزیات خپاره کړي وايي، سلیوان خپل افغان سیال ته ډاډ ورکړ، چې امریکا به د افغان حکومت او ولس تر څنګ په ټینګه ولاړه وي.

اعلایمه زیاتوي، دواړو چارواکو د دوه اړخیزې همکارۍ په لا غښتلتیا ټینګار وکړ او د نږدې سلا مشورو ژمنه یې وکړه.

سرچینه وايي، سلیوان د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او افغانستان سره د ملکي مرستو په هکله د امریکا د پلانونو په اړه ښاغلي محب ته معلومات ورکړل.

د دواړو هیوادونو د ملي امنیت سلاکارانو په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سیاسي موافقې د ملاتړ په خاطر د افغانستان او امریکا د حکومتونو د ګډ کار کولو په اهمیت موافقه وکړله.

سلیوان ویلي، د امریکا متحده ایالات به د «تل پاتې او ټول شموله» سولې په تر لاسه کولو کې د افغانانو سره په ټینګه ولاړ وي.

بل خوا د افغانستان د ملي امنیت شورا هم د امریکایي لوري سره دا خبرې تائید کړي وايي، دواړو لوریو د تروریزم د مخنیوي او امنیت په برخه کې د همکاریو پر دوام بحث وکړ.

سرچینه وايي، د امریکا د ملي امنیت سلاکار ښاغلي سلیوان له افغانستان سره د پراختیايي مرستو، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او د سولې په پروسه کې د خپل هېواد پر همکاريو ټینګار وکړ.

امریکا او افغانستان پداسې حال کې د سولې په برخې کې د همکارۍ خبرې کوي چې د طالبانو او د افغانستان د حکومت د استازو تر منځ د سولې په مخامخ خبرو کې څه د پام وړ پرمختګ ندی راغلی.

طالبانو چې پخوا یې د ترکیې د استانبول په غونډې کې د ګډون نه انکار کړی و، تازه یې ویلي چې د یو لړ شرطونو پر اساس به پدې غونډې کې ګډون وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي