ملي دفاع وزارت تاییدوي، چې د افغان پوځ یوې چورلکې د هېواد په سوېل لوېدیځ هلمند ولایت کې بېړنۍ ناسته کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان تېره شپه پر خپل ټوېټر د دغه خبر پخلی کړی دی.
نوموړي لیکلي، د افغان پوځ یوې بلک هاګ چورلکې هلمند کې د تخینکي ستونزو له امله بېړنۍ ناسته کړې ده.
د هغه په وینا په پېښه کې له نېکه مرغه هېڅ مرګ ژوبله نه ده رامنځ ته شوې او په دې اړه د دفاع وزارت څېړنې روانې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل