۰

د افغان هوایي ځواک یوه چورلکه ننګرهار کې لوېدلې ده

چهارشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۰
ملي دفاع وزارت تاییدوي، چې افغان هوايي ځواک یوه MI-17 چورلکې په ننګرهار ولایت کې د تخنیکي ستونزو له امله سقوط کړی دی.
د افغان هوایي ځواک یوه چورلکه ننګرهار کې  لوېدلې ده
 ملي دفاع وزارت تاییدوي، چې افغان هوايي ځواک یوه MI-17  چورلکې په ننګرهار ولایت کې د تخنیکي ستونزو له امله سقوط کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د لړم ۲۰مه) د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

ملي دفاع وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د هوایي ځواک یوه MI-17  چورلکه تېره شپه ۱۲ بجې د الوتنې پر مهال له تخنیکي ستونزې سره مخ او غورځېدلې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه پېښه کې د الوتنې یوه عمله او یو تن پولیس وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

تر دې وړاندې ځینې داسې راپورونه و، چې ګڼې په حصارت کې د پوځ دوه چورلکو سره ټکر کړی او لوېدلې دي، خو دفاع وزارت وایي، یوه څرخکه لوېدلې هغه هم د تخنیکي ستونزو له امله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي