۰

فراه کې چاودنې د افغان پوځ ۱۰ سرتېري وژلي دي

دوشنبه ۶ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۲
د فراه د ولایتي شورا چارواکي د دې ولایت په بالابولوک ولسوالۍ کې د سړک د غاړې یوې ماین چاودنه کې د ۱۰ افغان پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
فراه کې چاودنې د افغان پوځ ۱۰ سرتېري وژلي دي
د فراه د ولایتي شورا چارواکي د دې ولایت په بالابولوک ولسوالۍ کې د سړک د غاړې یوې ماین چاودنه کې د ۱۰ افغان پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د فراه د ولایتي شورا سرپرست مشر شاه محمود نعیمي جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې دغه پېښه پرون یکشنبې د غبرګولي پنځمه د بالابلوک ولسوالۍ د شیوان په سیمه کې رامنځ ته شوې.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغان پوخ موتر له سیمې د تېرېدو په حال کې و، چې د سړک د غاړې اېښودل شوي ماین باندې ختلی او چاونه یې کړې ده.

د هغه په وینا دغه سرتېري د فراه مرکز کې د معاش له اخستو وروسته بېرته د دندې ځای ته روان وو چې پر موتر یې د سړک د غاړې چاودنه شوې.

خو فراه کې د پوځ د دوهمې لوا مطبوعاتي مسوول حشمت الله احمدي وایي، په دې چاودنه کې د پوځ درې سرتېري شهیدان او ۷ تنه نور تپیان شوي دي.
 
جمهورخبري آژانس:فراه
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي