۰

کابل کې چاودنې د افغان پوځ دوه سرتېري ټپیان کړي

چهارشنبه ۱۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۴
کابل کې د یوې چاودنې غږ واورېدل شو، او راپورونه وايي، چاودنه د ملي اردو په رنجر موټر شوې، چې له امله یې دوه سرتېري ټپيان شوي.
کابل کې چاودنې د افغان پوځ دوه سرتېري ټپیان کړي
کابل کې د یوې چاودنې غږ واورېدل شو، او راپورونه وايي، چاودنه د ملي اردو په رنجر موټر شوې، چې له امله یې دوه سرتېري ټپيان شوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن سهار چهارشنبې د وري ۱۵ مه د پلازمېنې کابل ښار د ۱۶ مې حوزې په اړوند سیمه کې شوې ده.

د کابل پولیس وایي، چاودنه د ملي اردو په یوه رنجر موټر پسې د نښلول شوي ماین له امله رامنځ ته شوې، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

خو راپورونه وايي، په دې چاودنه کې د ملي اردو دوه سرتېري ټپیان شوي دي.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت هم چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي