هلمند کې د پوځ چورلکې بېړنۍ ناسته کړې ده

12 حمل 1400 ساعت 9:06

ملي دفاع وزارت تاییدوي، چې د افغان پوځ یوې چورلکې د هېواد په سوېل لوېدیځ هلمند ولایت کې بېړنۍ ناسته کړې ده.


ملي دفاع وزارت تاییدوي، چې د افغان پوځ یوې چورلکې د هېواد په سوېل لوېدیځ هلمند ولایت کې بېړنۍ ناسته کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان تېره شپه پر خپل ټوېټر د دغه خبر پخلی کړی دی.

نوموړي لیکلي، د افغان پوځ یوې بلک هاګ چورلکې هلمند کې د تخینکي ستونزو له امله بېړنۍ ناسته کړې ده.

د هغه په وینا په پېښه کې له نېکه مرغه هېڅ مرګ ژوبله نه ده رامنځ ته شوې او په دې اړه د دفاع وزارت څېړنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 137795

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137795/

جمهور
  https://www.jomhornews.com