ټاکل شوې سبا دوشنبې د وري ۱۰ مه د تاجکستان پلازمېنه کې د آسیا زړه کنفرانس پیل شي، چې په کې به تر ډېره په افغان سوله خبرې وشي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه دوه ورځني کنفرانس کې به د ناټو او شاوخوا ۱۲ نورو نړیوالو سازمانونو استازي ګډون کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان به هم دغه کنفرانس ته وینا وکړي.
سرچینه زیاتوي، د دغه بهیر ګډونوال به پر بېلو مسایلو خبرې وکړي خو تر ټولو ډېر تمرکز به پر افغان سوله او بین الافغاني مذاکراتو وي.
د اسیا زړه- استانبول بهیر د کنفرانسونو سلسله ده چې د لومړي ځل لپاره په ترکیه کې د افغانستان په اړه پيل شوه او له هغې مهاله بیا تر ننه هر کال جوړېږي او د افغانستان اړوند مهم مسایل پکې تر بحث لاندې وي.
جمهورخبري آژانس:کابل