۰

پکتیا کې واورې ښوويدنې ۲۵ وسله وال طالبان مړه کړي دي

دوشنبه ۲۵ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۳
سیمه ییز امنیتي چارواکي خبر ورکوي، چې پکتیا ولایت کې له پاکستانه را اوښتونکو طالبانو باندې واوره او غر ښویدلی او ۲۵ تنه یې ترې مړه کړي دي.
پکتیا کې واورې ښوويدنې ۲۵ وسله وال طالبان مړه کړي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي خبر ورکوي، چې پکتیا ولایت کې له پاکستانه را اوښتونکو طالبانو باندې واوره او غر ښویدلی او ۲۵ تنه یې ترې مړه کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ځايي امنیتي چارواکي وايي، دغه پېښه تېره شپه (د کب ۲۴مه) د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ د زغنې تنګي سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
 
تېره شپه د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالي د زغني تنګي په سیمه کې د غر ښويدو پېښه کې ۲۵ وسله وال طالبان مړه شوي دي.

د پکتيا د امنيه قومنداني وياند محمد لعل اميري ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د وسله والو طالبانو همدې ۲۵ کسيزې ډلې غوښتل د زغنې له لارې له ګاونډي پاکستان څخه پکتيا ولايت ته را واوړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دغه طالبانو د راوښتو پر مهال له غره څخه فرف کوچ  پرې راغلی او ۲۵ تنه یې مړه کړي دي.

د پکتيا د امنيه قومنداني وياند وايي، پېښه کې د پاکستاني طالبانو په ګډون ځينې مهم قومندان هم شامل دي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه رسنيو ته څه ندي ويلي.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي