۰
محقق:

ایا طالبانو او کوچیانو د غني په هڅونې په مرکزي سیمو برید نه دی کړی؟

دوشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۴
د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق وايي، په مرکزي سیمو د طالبانو او کوچیانو بریدونه د ولسمشر غني په هڅونه او تشویق تر سره شوي دي.
ایا طالبانو او کوچیانو د غني په هڅونې په مرکزي سیمو برید نه دی کړی؟
د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق وايي، ایا په مرکزي سیمو د طالبانو او کوچیانو بریدونه د ولسمشر غني په هڅونه او تشویق نه دي تر سره شوي؟.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو پرون د میدان وردګو ولایت د مرکزي بهسود ولسوالۍ په کجاب سیمه کې د سیمه ییزه پاڅونوالو پر پوستو بریدونه وکړل، چې مرګ ژوبله یې هم اړولې ده.

طالبانو هم په یاده سیمه کې پر امنیتي پوستو د بریدونو پخلی کړی او طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د مرکزي بهسودو په ولسوالۍ کې یې ۱۳ امنیتي ساتوونکي وژلي او د هغوی څخه یې پنځه پوستې هم نیولي دي.

خو د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق ویلي، چې دا برید د طالبانو او کوچیانو له خوا په ګډه د ولسمشر غني په تشویق او ترغیب تر سره شوی دی.

محقق د کوچیانو له مشرانو سره د ولسمشر غني په لیدنه کې هغه خبرو ته په غبرګون کې چې هڅه کوی، د کوچیانو د ۲۰ نسله لپاره څړځایونه وساتي ویلي، د غني دغه څرګندونې له هزاره ګانو سره د قومي جنګ لپاره د کوچیانو د تشویق او ترغیب وو.

هغه وایي، د کوچیانو او ځايي اوسېدونکو تر منځ دغه ستونزه اوس په یوه ناسور اوښتې او ولسمشر د تېر ټاکنیز کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه، چې دغه ستونزه به هواروي.

خو په وینا یې غني نه یوازې دغه ستونزه حل نه کړه، بلکې د تېر حکومت هغه کار یې هم تر سره نه کړ، چې د ستونزې د رامنځ ته کېدو پر مهال یې هلته ځواکونه ځای پر ځای کړل او د جګړې مخنیوی یې وکړ.

نوموړي ویلي، د طالبانو د جګړې شعار هم له بهرنیو ځواکونو او د دوی په وینا له لاسپوځي حکومت سره جګړه ده، خو د بهسود پر بې دفاع خلکو د طالبانو دغه برید د دوی له شعار سره په ټکر کې دی.

محقق وايي، سوال همدا دی، چې طالبان دغه قومي جګړه په خپله خوښه کوي او که یې د ځینو کورنیو او بهرنیو غونډو د فشارونو له امله د هرازه خلکو پر وړاندې پیل کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي