قطري رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن د طالبانو له سیاسي مرستیال ملا برادر سره کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه راپور کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د افغان سولې ملاتړ کړی او په دې برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
نوموړي ټینګار کړي، چې د افغانستان د سولې پروسه باید چټکه شي او په دې برخه کې دې ژر تر ژره یوه هوکړه رامنځ ته شي.
د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د تاوتریخوالي د ژر تر ژره کمېدو غوښتنه هم کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل