۰
د ټاکنو خپلواک کمېسیون:

د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې دې وځنډول شي

شنبی ۱۰ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۰
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکو د ولسوالیو شورا ګانو د ۴ میاشتې ځنډولو غوښتنه کړې ده.
د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې دې وځنډول شي
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکو د ولسوالیو شورا ګانو د ۴ میاشتې ځنډولو غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه کمېسیون چارواکي وايي، په ځینو ولسوالیو کې د ټاکنو د ترسراوي له پاره شرایط برابر نه دي.

د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ ۱۲۰ داسې ولسوالۍ دي، چې هېڅ ښځینه نومانده نه لري او ۴۲ هغه بیا داسې ولسوالۍ دي، چې هېڅ نوماند په کې شتون نه لري.

د دې تر څنګ کمېسیون په یو شمېر ولسوالیو کې امنیتي ستونزې او د همدې ستونزو له امله د رایه ورکوونکو نه نوم لکینه بل هغه لامل بولي، چې پر بنسټ یې باید ټاکنې وځڼډول شي.

د یاد کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات ویلي، د ولسوالیو شوراګانو د ځنډ موضوع هغه ځانګړې کمېټې ته وړاندې شوې، چې د ټاکنو د ځنډولو صلاحیت لري.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون دغه غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته نږدې دوه میاشتې وخت پاتې دی او کمېسیون وايي، ټاکنې باید د تلې میاشتې په ۲۸ مه نېټه تر سره شي.

باید و ویل شي، چې د ولسوالیو شوراګانې ټاکنې په ۲۰۰۵ او ۲۰۱۰ کال کې هم د بېلا بېلو دلایلو پر اساس نه دي تر سره شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي