۰
ولسمشر غني:

هېچا ته اجازه نه ورکوم، چې د سولې په پلمه افغان ځواکونو ته زیان ورسوي

دوشنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۲
افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا ټینګار کړي، چې افغان ولس به هېچا ته اجازه ورنکړي، چې د سولې په پلمه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته زیان ورسوي.
هېچا ته اجازه نه ورکوم، چې د سولې په پلمه افغان ځواکونو ته زیان ورسوي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا ټینګار کړي، چې افغان ولس به هېچا ته اجازه ورنکړي، چې د سولې په پلمه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته زیان ورسوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن دوشنبې د سلواغې ۱۵ مه کابل کې د افغان ځواکونو او ترهګرو بریدونو د شهیدانو کورنیو ته د خوراکي توکو د کوپون د وېش د پیل په مراسمو کې وکړې.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان دښمنان باید د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د منحل کېدو فکر له سره وباسي او ان په خوب کې یې هم ونه ویني.

ښاغلي غني و ویل«هېچا ته اجازه نه ورکوم، چې د سولې په پلمه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته زیان ورسوي، دوی باید دغه ذهنیت له سره لرې کړي، چې یو ځل بیا به د افغان افغان ځواکونو الوتکې، ټانګونه، او نور تجهیزات د زړو وسپنو به بیه پر ګاونډیو وپلوري.»

ولسمشر غني دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې له امریکا سره د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شېر محمد عباس ستانکزي په یوه مرکه کې ویلي و، چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي باید افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه منحل شي.

هغه ویلي و، چې دغه ځواکونه د امریکا له خوا او د امریکا په مرستو رامنځ ته شوي او د طالبانو لپاره د منلو نه دي.

خو ولسمشر غني وړاندې هم ویلي و هغه سوله چې لنډ مهاله وي او په کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ارزښتونه نه وي تضمین شوي، هېڅ وخت ورته د منلو نه ده.

ښاغلي غني د عباس ستانکزي خبرو ته په اشارې ویلي و، څوک چې د کراچۍ له میدان تر ابوظبۍ پورې د تګ توان ونه لري او له هغه ځایه د نورو له خوا په زور قطر کې خبرو ته راوړل کېږي، د افغان ځواکونو د منحل کېدو خبرې دې نه کوي، بلکې له انتحار او انفجار پرته دې د جګړې پر ډګر له افغان ځواکونو سره مخامخ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي