۰

د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې وځنډې دې

شنبی ۳۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۴
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دې خبرې پخلی وکړ، چې د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې، چې ټاکل شوې وه د ولسي جرګې له ټاکنو سره یو ځای تر سره شي ځنډېدلې دي.
د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې وځنډې دې
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دې خبرې پخلی وکړ، چې د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې، چې ټاکل شوې وه د ولسي جرګې له ټاکنو سره یو ځای تر سره شي ځنډېدلې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې وه د ولسوالیو شوراګانو د ولسي جرګې د ټاکنو سره یو ځای د تلې میاشتې په ۲۸ نېټه تر سره شي.

خو اوس د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي، چې د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې شپږ میاشتې ځنډول شوې او د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د وري یا حمل میاشتې په ۳۱ مه تر سره شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون عملیاتي مرستیالې وسیمه بادغیسي د دغه خبر د پخلي ترڅنګ ویلي، چې د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو مسله اوس د کمېسیون له کاري کړنلارې وتلې ده.

دا چې د ولسوالیو شوراګانو به ټاکنو کې د ښځینه نوماندانو او ریه ورکوونکو شتون کم رنګ وو، نو څه د ټاکنو د قانون د ۱۰۴ مادې سره سم دغه موضوع یوې ځانګړې کمېټې ته وړاندې شوې او هغوی یې د ځنډولو صلاحیت لري.

ښايي د ولسولایو شوراګانو ټاکنې هم د ولسمشرۍ له ټاکنو سره یو ځای چې ټاکل شوې د ۱۳۹۸ کال د وري په ۳۱ مه وشي، تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي