۰

کابل کې چاودنه شوې، دوه تنه یې ټپیان کړي

دوشنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۵
پولیس چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د یوې چاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
کابل کې چاودنه شوې، دوه تنه یې ټپیان کړي
پولیس چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د یوې چاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن دوشنبې د لړم ۱۹ مه سهار ۷:۳۰ بجې د کابل ختیځ لور ته د څرخي پله په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي، چاودنه د سړک د غاړې د خښ شوي ماین له امله رامنځ ته شوې، چې دوه ملکي وګړي یې ټپیان کړي دي.

نوموړي د پېښې پړه پر وسله والو طالبانو، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پېښې ټپیان روغتون ته وړل شوي او روغتیايي حالت یې ښه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم کابل کې یوې ورته چاودنې مشهور خبریال یما سیاوش او د مرکزي بانک دوه نور کارکوونکي و وژل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي