۰
افراسیاب خټک:

ځینې بهرنۍ کړۍ هڅه کوي، افغانستان کې نظام ختم کړي

یکشنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۱
د پښتونخوا وتلی سیاستوال او د پاکستان د سنا پخوانی غړی افراسیاب خټک وايي، په افغانستان کې د پیاوړي نظام د دوام او پرمختګ د مخنیوي لپاره هدفي او منظم کار روان دی.
ځینې بهرنۍ کړۍ هڅه کوي، افغانستان کې نظام ختم کړي
د پښتونخوا وتلی سیاستوال او د پاکستان د سنا پخوانی غړی افراسیاب خټک وايي، په افغانستان کې د پیاوړي نظام د دوام او پرمختګ د مخنیوي لپاره هدفي او منظم کار روان دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي خټک په یوه مرکه کې ویلي، چې ځینې بهرنۍ کړۍ هڅه کوي، په افغانستان کې نظام ختم کړي او نوی حکومت رامنځ ته کړي.

ښاغلي خټک زیاته کړې، دا چې طالبان په مسکو کې د بل حکومت د رامنځ ته کېدو خبره کوي، په افغانستان کې جګړې زور اخلي او هدفي بریدونه دوام کوي په دې مانا ده چې په دغه هېواد کې د یوه پیاوړي نظام دښمنان ډېر دي او غواړي افغانستان نویمو کلونو ته بوځي.

دغه پښتون سیاستوال ټینګار کړي، چې د سیمې استخباراتي کړۍ او د افغان جګړې بهرني لوبغاړي هڅه کوي په افغانستان کې د دایمي پرمختګونو مخه ډب کړي نو له همدې امله یې له امریکا سره هوکړه کړې ده خو د افغانانو پر وړاندې جګړ کوي.

هغه د کومې مشخصې کړۍ او هېواد نوم نه دی اخیستی خو تمه ښودلې چې د مذاکراتو دواړه لوري د بهرنیو کړیو پر ځای د خپل ولس خبرو ته غوږ ونیسي او په افغانستان کې روانو جګړو ته د پای ټکی کېږدي.

ښاغلی خټک دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې دوه ورځې وړاندې د طالبانو یوه لوړ پوړي غړي شېر محمد عباس ستاکزي مسکو کې خبریالانو ته و ویل، چې که ولسمشر غني واک پرېږدي او استعفا وکړي، طالبان به سوله وکړي.

د ستانکزي دغه خبرو په کور د ننه سخت غبرګونونه راوپارول او افغان حکومت و ویل، چې افغانستان هغه پخوانی نه دی، چې نور دې څوک په کې د پردیو برنامې تطبیق کړي.

مینه پال د عباس ستانکزي د ده څرګندونو په غبرګون کې، چې ګڼې ولسمشر غني د واک پرېږدي ویلي، په دې اړه قانون پوره وضاحت لري‌ او د ملا عباس غوښتنې د افغانستان د هغو دښمنانو غوښتنې دي، چې د نظام ختمول غواړي او غواړي موږ بېرته نویمو لسیزو ته ستانه شو.

دا چې د افغانستان دښمنان څو ک دي، مینه پال و ویل«زموږ دښمنان هغه خلک دي چې طالبانو یې په غېږه کې پناه اخیستې او له مذاکراتو وروسته هلته (پاکستان ته) ولاړل او هلته یې کورونه دي، هلته روزل کیږي، تجهیز کیږي‌ او د افغانستان د خلکو په ضد جنګیږي، خلک غواړي همدا نظام وساتل شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني هم په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د موقت حکومنو طرحه ناکامه او هېواد کې د وینو بهېدو ته زمینه برابروي.

ښاغلي غني ویلي، چې طالبان سوله نه غواړي، بلکې پلمې کوي ځکه په وینا یې د طالبانو قومندانانو او نورو غړو لپاره سوله لا هم اجتماعي شوې نه ده، د هغوی مشران له ځانمرګو بریدګرو سره تصویرونه اخلي.

نوموړي نویمو کلونو  ته په اشارې سره و ویل، چې د موقت حکومت طرحه ناکامه ده او دا ډول حکومته د کورنیو جګړو او وینې توېدو لامل شوې دي.

دی وايي، طالبانو د سولې تړون لاسلیک کړی، چې باید عملي شي او امریکا او ناټو باید شرایطو او وضعیت ته په کتو قوي دریځ ولري.

ولسمشر غني ټینګار وکړ، چې که د سولې له معقولې موافقې پرته افغانستان پرېښودل شي، هره ترهګره ډله به دغه راولېږدي.

ښاغلي غني ویلي، افغانستان د سولې د با مفهومه خبرو لپاره چې خشونت ختم کړي، اماده دی او طالبان هم باید اماده وي.

افغان ولسمشر د یوې پوښتنې په ځواب کې  و ویل که طالبان دا فکر کوي چې د تاوتریخوالي له لارې به بریالي شي امکان نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي