۰

د لوګر له پوځي اډې ټول امریکايي ځواکونه وتلي دي

چهارشنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۴
لوګر کې پوځي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د امریکايي ځواکونو له لویې پوځي اډې ټول امریکايي سرتېري وتلي دي.
د لوګر له پوځي اډې ټول امریکايي ځواکونه وتلي دي
لوګر کې پوځي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د امریکايي ځواکونو له لویې پوځي اډې ټول امریکايي سرتېري وتلي دي.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دوی زیاتوي، چې په دغه اډه کې شاوخوا ۳۰۰ امریکايي سرتېري و، چې تېره اوونۍ یې وروسته جوپه هم ترې و وتل.
لوګر کې د فاب شېنک په نوم پوځي اډه چې د لوګر په مرکز پل علم کې ده، تاسیسات او ځینې غیر محاربوي وسایل یې افغان پوځیانو ته سپارلي دی.
په لوګر کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان ډګروال سید یاسین سداد وايي، د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوي تفاهم په نتيجه کې يوه اونۍ مخکې امريکايي ځواکونه له دغې اډې نه ووتل او د شېنک اډه يې موږ ته وسپارله. 
د یادونې ده، دا نظامي اډه چې اته کيلومتره اوږد او درې کيلومتر پراخ دی، یو کوچنی هوایي ډګر هم لري چې د الوتکو د ځغاستې لیکه یې شاوخوا څلور کيلومتره اوږده ده. 
په فاب شېنک په پوځي اډه کې د کال ۲۰۰۶ نه بيا تر ۲۰۱۴ ميلادي پورې شاوخوا ۱۸ زره بهرني ځواکونه د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه او دغه راز په پوځي عملياتو بوخت وو، چې وروسته يې شمېر په تدريجي ډول کم شو.
جمهورخبري آژانس:لوګر
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي