۰

نور به له لومړي تر درېیم ټولګې زده کړې په جوماتونو کې کېږي

یکشنبه ۱۶ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۸
د پوهنې وزارت وايي، دوی جوماتونه په خپل اېکو تعلیمي سیستم کې شامل کړي، چې پر بنسټ به یې نور له لومړي تر درېیم ټولګي پورې زده کړې په جوماتونو کې کېږي.
نور به له لومړي تر درېیم ټولګې زده کړې په جوماتونو کې کېږي
 د پوهنې وزارت وايي، دوی جوماتونه په خپل اېکو تعلیمي سیستم کې شامل کړي، چې پر بنسټ به یې نور له لومړي تر درېیم ټولګي پورې زده کړې په جوماتونو کې کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پوهنې وزارت نن یکشنبې د لیندۍ ۱۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، پوهنې وزارت خپل تشکیل ته بدلون ورکړی، تر څو اسلام په تعلیمي او تربیتي سیستم کې خپل محوري ځای ولري.

د وزرات په وینا وړاندې له دې عمومي تعلیماتو د ټولو لومړنیو او ثانوي تعلیماتو مسوولیت په غاړه درلود او اسلامي تعلیماتو یوازې د دینی مدرسو او دارلاحفاظونو مسوولیت درلود، چې دغه تفکیک د اسلام اصلي ځای څنډې ته کړی وو.

خو په وینا یې اوس وزارت ټول جوماتونه په خپل اېکو سیستم کې شامل کړي، چې پر اساس به یې نور ټول زده کوونکي له لومړي تر درېیم ټولګي زده کړې د خپلو سیمو په جوماتونو کې تر سره کوي.

وزارت ټینګار کړی، چې په لومړیو دریو کلونو کې په مجسدونو کې تعلیم او تربیه به د اسلام قوي هویت په زده کوونکو کې راوټوکوي، وده به ورکړي او زده کوونکو ته به د اسلام محوریت برجسته کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا یو مهم او لوی بدلون دی او اړتیا ده، چې په عاقلانه توګه په تدریج سره ګام په ګام عملي کړی شي.

سرچینې زیاته کړې، چې پوهنې وزارت، عمومي تعلیمات، مدرسې او دارالحفاظونه د اسلامي تعلیماتو د عمومي ریاست تر چتر لاندې راوستي، په داسې حال کې، چې وړاندې د اسلامي تعلیماتو معینیت د جوړښت له مخې یوازې معنیت و او د منځپانګې له مخې یوه کوچنۍ اداره وه، چې یوازې یې په مدرسو او دارلحفاظونو تمرکز درلود.

خو په وینا یې به نوي بدلون کې د اسلامي تعلیماتو عمومي ریاست د واک او مسوولیت له مخې غني شو، چې د عمومي تعلیماتو او د مدرسو او دارلحفاظونو عمومي ریاست هم په خپل چتر کې رانغاړي، چې له لومړي تر ۱۲ ام ټولګي به ټول تعلیمي خدماتي سیستم مسوولیت او صلاحیت ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي