د اسټرالیا دفاع وزارت اعلان کړی، چې ډېر ژر به افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د مقابلې ۱۵ زره ژوند ژغورونکې الکتریکې الې ورکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا اعلان په کابل کې د اسټرالیا سفارت د خپل ټویټر له لارې خپور کړی دی.
په بیان کې ویل شوي اسټرالیا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل د صندوق له لارې له ۲۰۱۵ کال راهیسې ۲۲۵ زره داسې ژوند ژغورونکې دستګاوې افغان حکومت ته سپارلې دي.
د دغو برېښنایي الو له لارې د رادارونو، غږیزو موجونو او نورو پلټونکو برېښنايي هڅو مخه نیول کېږي.
د اسټرالیا دفاع وزارت وايي، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل د صندوق دوهم لوی تمویلوونکی دی چې د ونډې برخه یې د کال ۸۰ میلیونو ډالرو ته رسېږي.
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپل ټویټر د اسټرالیا له همکارۍ مننه کړې وايي، له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د اسټرالیا اوسنۍ مرسته ډېره ښه او په وخت کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل