د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماین چاودنې پنځه ملکي وګړي وژلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني د والي مطبوعاتي دفتر نن پنشنبې د وري ۱۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه پېښه تېره شپه د اندړو ولسوالۍ کې په نظر خان کلي کې شوې ده.
خبرپاڼه کاږي چې د پېښې قربانیان یو ماشوم، دوه ښځې او دوه نارینه دي چې د لوګر د خروار ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي دي.
سرچینه زیاتوي، پر دغو ملکیانو هغه مهال چاودنه شوې چې دوی غوښتل په اندړو ولسوالۍ کې د خپلوانو کور ته ولاړ شي، چې د طالبانو لخوا ځای پر ځای شوی ماین پرې چاودلی دی.
طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل