راپورونه وايي، د افغانستان په خوست ولایت کې د پاکستاني طالبانو د تحریک یا ټي ټي پي مهم غړی په یوه وسله وال برید کې وژل شوی خو د خوست چارواکو دا خبر رد کړه.
د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر نن دوشنبې د مرغومي ۹ مه
جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د خوست په ګولن نومي ګډوالو په کمپ کې یو کډوال چې سیف الله محسود نومېږي وژل شوی دی.
خو وایي سیف الله مسحود د پاکستاني طالبانو د تحریک غړی نه دی او نه یې هم له طالبانو سره اړیکه درلوده، بلکې یو کډوال و، چې په دغه کمپ کې استوګن و.
د هغه په وینا سیف الله محسود د یوې شخصي دوښمنۍ له امله وژل شوی دی.
نوموړي هغه راپورونه هم رد کړل، چې ګڼې دا کس د حقاني شبکې له خوا وژل شوی بلکې زیاته یې کړه، چې هغه څو موده مخکې په یوه شخصي دښمنۍ کېوتی و، چې پرون یې د دښمن له خوا وژل شوی دی.
جمهورخبري آژانس:خوست