په شمال کې د پوځ چارواکي تخار ولایت کې د افغان ځواکونو د هوايي برید پر مهال د ۲۲ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۱۷ پامیر قول اردو خبرپاڼه وایي، دغه برید پرون یکشنبې د مرغومي ۸ مه د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې په طالبانو شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې په دې هوايي برید کې د قاري حسن ګروپ ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دی.
خبرپاڼه وايي، په برید کې د طالبانو یو رنجر موټر، شپږ عرادې موټر سایکلونه او دوه مرکزونه هم له منځه وړل شوي دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:تخار