۰

تخار کې دوه تنه د وسلو او مهماتو د لېږد په تور نیول شوي دي

یکشنبه ۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۴
د تخار پولیسو په دغه ولایت کې دوه تنه د وسلو د لېږد په تور نیولي، چې غوښتل یې ګڼ شمېر وسلې او مهامات تلقانو ښار ته ولېږدوي.
تخار کې دوه تنه د وسلو او مهماتو د لېږد په تور نیول شوي دي
د تخار پولیسو په دغه ولایت کې دوه تنه د وسلو د لېږد په تور نیولي، چې غوښتل یې ګڼ شمېر وسلې او مهامات تلقانو ښار ته ولېږدوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کسان پرون شنبې د کب ۴ مه د تخار ولایت د بنګي ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، دې کسانو ۳۰ فیره د راکټ مرمۍ په یوه موټر کې ځای پر ځای کړې او غوښتل یې د تخار مرکز تلقانو ښار ته یې ولېږدوي، چې په بنګي ولسوالۍ کې د پولیسو له خوا کشف او ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت وايي، له دې کسانو یو میل تومانچه هم د پولیسو لاس ته ورغلې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي