اسلام آباد کې یو ځانګړې محکمې د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر جنرال پروېز مشرف ته له هېواد سره د غدارۍ او ملي خیانت په تور د مرګ سزا اورولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستانۍ رسنۍ وايي، د جنرال مشرف باندې د لګېدو تورونو په اړه د پېښور، سند او لاهور قاضیانو وړاندې کړل او دوه په دریو اکثریت سره محکمې د پروېز مشرف د اعدام حکم صادر کړ.
محکمې ویلي، چې جنرال مشرف د ۲۰۰۷ کال د نومبر په ۳ مه د ایمرجنسي حالت په اعلانولو او نافذه ولو سره د پاکستان قانون تر پښو لاندې کړی دی.
محکمې زیاته کړې، چې د همدې تور او هېواد ته د ملي خیانت په تور پروېز مشرف د مرګ په سزا محکوم شو.
جمهورخبري آژانس:کابل