۰
ډاکتر عبدالله:

د حکومت د رهبرۍ له خوا نوې ټاکنې سیاسي جنبه لري، شرم دی

دوشنبه ۶ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۱
د افغانستان حکومت اجرائیه رییس پر یو شمېر لوړو دولتي پوستونو نویو ګمارونو نیوکه کړې وايي، دا د حکومت د مشرتابه له خوا دا کار سیاسی جنبه لري او له شرمه ډک کار دی.
د حکومت د رهبرۍ له خوا نوې ټاکنې سیاسي جنبه لري، شرم دی
د افغانستان حکومت اجرائیه رییس پر یو شمېر لوړو دولتي پوستونو نویو ګمارونو نیوکه کړې وايي، دا د حکومت د مشرتابه له خوا دا کار سیاسی جنبه لري او له شرمه ډک کار دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله چې نن دوشنبې د غبرګولي ۶ مه یې د وزیرانو شورا غونده کې خبرې کولې و ویل، چې د حکومت د مشرتابه د دغه ډول کړنو مخه چې کمپایني بڼه لري باید ونیول شي.

هغه د نویو وزیرانو ګمارنې ته په نیوکه و ویل، چې د حکومت په پاتې څلور میاشتني عمر کې یو نوی وزیر ان نه شي کولی له خپلې ادارې سره بلد شي، نو څنګه به ولس ته د کار کولو تمه ترې وشي.

عبدالله دا څرګندونې پر داسې مهال وکړې، چې په تېره یوه اوونۍ کې دوه نوي وزیران او پر یو شمېر نورو لوړو پوستونو نوي کسان وګمارل شول.

نوموړی وايي، دغه ګمارنې له ده سره له مشورتې پرته شوې او وزیرانو هم د خپل لرې کدو حکم د خواله رسنیو له لارې تر لاسه کړی.

هغه و ویل«انساني او کاري چلند داسې حکم نه کوي، زه د حکومت د اجرائیه رییس په توګه له دې ډول اجراتو خجالت کاږم.»

دی وايي، هغه وزیران چې د ده په وینا له دوی سره یې کار کړی او تجربه لري باید دا ډول چلند ورسره ونه شي، بلکې انساني او کاري چلند په پام کې ونیول شي او د لرې کولو په اړه یې باید له هغوی سره خبرې وشي.

د حکومت اجرائیه رییس د غبرګولي له اولې د ولسمشر د صلاحیتونو په راکمولو د ټینګار ترڅنګ و ویل، چې له یادې نېټې وروسته باید د حکومت چال چلبند باید توپیر ولري او نه باید په انتخاباتي کمپاین کې له دولتي امکاناتو کار واخلي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي