د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان له نظامي او ملکي ادارو غوښتي، چې د افغان سولې په برخه کې خپله همکاري ډېره کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد چې د افغان سولې په تړاو پرون جمعه د وري ۱۶ مه پاکستان ته تللی، هلته یې د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال جاوید قمر باجوه سله کتلي دي.
دواړو لورو په سیمه کې د روان وضعیت او په ځانګړې توګه د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.
پاکستاني رسنۍ د خلیلزاد له قوله وايي، چې د پاکستان د حکومت ټول اړخونه باید د افغان سولې په برخه کې همغږي ولري.
د سرچینې د معلوماتو له مخې خلیلزاد له باجوه غوښتي، چې حکومتي بېلا بېلې نظامي او ملکي ادارو ته پکار ده، چې د افغانستان د سولې په برخه کې پوره همکاري وکړي.
د خلیلزاد په وینا د افغان سولې لپاره د پاکستان همکاري مهمه ده او تر دې دمه یې اخیستي ګامونه د حساب وړ دي.
په ورته وخت کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه ویلي، چې دوی په سیمه کې د امنیت او ثبات په راوستو کې مرسته کوي او غواړي افغان جګړه د مذاکراتو پر مټ حل شي.
باید و ویل شي، خلیلزاد د افغان سولې په تړاو خپل شپږم سفر څو ورځې وړاندې له انګلستان او بلجیم نه پیل کړ، چې د تېرې دوشنبې په ورځ کابل ته راغی او تر پنشنبې پورې یې د افغان حکومت له چارواکو او یو شمېر سیاسیونو سره پر سوله خبرې وکړې.
جمهورخبري آژانس:کابل