د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د ستونزو د خلاصي اصلي حل لار دا ده، چې د هېواد ټول سیاسي مشران ملي ګټې په پام کې ونیسي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې نن شنبې د کب ۱۸ مه د مارشال فهیم په یاد غونډه کې وکړې او ویې ویل، چې همدا د مارشال فهیم هیله او ارمان هم و.
نوموړي زیاته کړه، چې ټول مشران باید د نن او سبا پر ژر تېرېدونکو مسایلو ملي ګټو ته ترجېح ورکړي ځکه د ولس برخلیک د هېواد له ملي ګټو سره تړلی دی.
هغه و ویل«اړتیا د سولې په برخه کې چې یوه جدي موضوع ده، سیاسي مشران د هېواد سترې ګټې په پام کې ونیسي، سره یو ځای شي، د ولس ارمان پوره کړي تر چې ټول په سوله کې ژوند وکړي.»
ښاغلي عبدالله و ویل، که چېرته سیاسي مشرانو په وړو خبرو او وړو ګټو چلند وکړي، ملت به له لاسه ورکړي، خو که ملي ګټې په پام کې ونیسي، نو به وکولای شي، چې د هېواد روانو ستونزو ته د پای ټکی کېږي.
نوموړي زیاته کړه، چې عادلانه سوله د حکومت په لومړیتوب کې ده او د سولې په برخه کې هر، د منلو وړ هڅې چې ټولو ته د منلو وي ترې ملاتړ کوي.
افغان اجرائیه رییس ټینګار وکړ، چې د افغانستان دولت غواړي، چې نور یې ترهګرې ډلې په هېواد کې ځای ونه لري او هر کله چې دا کار وشي نو په هغه صورت کې د بهرنیو ځواکونو شتون ته هم اړتیا نه لېدل کېږي، ځکه افغانستان اوس دا وړتیا لري، چې د خپل، سیمې او نورو په اقتصادي پرمختګ کې ونډه ولري.
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني