سیمه ییز چارواکي وايي، د تورخم د ښاروالۍ دوه مدیرانو ته د نا پېژانده وسله والو کسانو په برید کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (د کب ۵مه) په تورخم ښارګوټي کې رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د ښاروالۍ د املاکو او جوازونو مدیران له ډوډۍ خوړلو وروسته خپلې کوټې ته تللي، خو نامعلومه وسله والو پرې د بې غږه تومانچې ډزې کړې دي.
دی زیاتوي، چې په دغه برید کې د ښاروالۍ د جوازونو مدیر وژل شوی او د املاکو مدیر بیا ټپي شوی دی.
خوږیاني ویلي د پېښې په اړه پلټنې روانې دي، خو تر اوسه یې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
د برید مسوولیت هم چا پر غاړه نه داخیستی.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار