سیمه ییز چارواکي وايي، لغمان ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنې شپږ تنه ولسي وګړي وژلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون سه شنبې د سلواغې ۳۰ مه د لغمان ولایت په قرغه یی ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زی وايي، د ولسي وګړو موټر له یوې سیمې بلې ته روان و، چې د سړک د غاړې پر خښ شوي ماین وربرابر شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې شپږ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.
د لغمان چارواکي وایي، ماین طالبانو خښ کړی و، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:لغمان