د ملي امنیت لوی ریاست وايي، میدان وردګو ولایت کې د ملي امنیت پر قطعې د شوي برید طراح له خپلو ۷ ملګرو سره و وژل شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت له خوا نن چهارشنبې د مرغومي ۳ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه برید طراح قوماندان نعمان نومېږي.
سرچینې زیاته کړې، چې امنیتي ځواکونو تېره شپه د میدان وردګو مرکز میدان ښار کې د قوماندان نعمان ځای تثبیت او وروسته یې پرې هوايي برید وکړ.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه برید کې د قوماندان نعمان په ګډون ۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
باید و ویل شي، چې میدان وردګو ولایت کې دوه ورځې وړاندې د ملي امنیت پر یو مرکز موټر بم او وسله وال برید وشو، چې مسوولیت یې طالبانو ومانه.
د ملي امنیت ریاست د تېرې خبرپاڼې له مخې په دغه برید کې د امنیت ۳۶ سرتېري وژل شوي او ۵۸ نور ټپیان شوي وو.
ملي امنیت په میدان وردګو کې د شوي برید د طراح او د ملګرو د وژل کېدو خبر پر داسې مهال ورکوي، چې پرون لوړ پوړو حکومتي چارواکو خبردارۍ ورکړی و، چې د دغه برید غچ به له طالبانو اخلي.
جمهورخبري آژانس:کابل