ملي دفاع وزارت په میدان وردګو ولایت کې د افغان پوځ د هوايي بریدونو پر مهال د څلورو سیمه ییزه قوماندانو په ګډون د ۲۵ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن دوشنبې د مرغومي ۱۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي افغان هوايي ځواک پرون د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په اړونده سیمه کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي بریدونو کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي، د هغوی شپږ موټر او درې عرادې موټرسایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.
دفاع وزارت وايي، په وژل شویو طالبانو کې د هغوی څلور سیمه ییز قوماندانان قاري فرهاد، هاشم ، سید نعیم او محمود هم شامل دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دفاع وزارت پر داسې مهال په میدان وردګو کې د ګڼو طالب وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي، چې څو ورځې وړاندې د دغه وزارت نوي سرپرست وزیر اسدالله خالد په یوه غونډه کې و ویل، چې نور به افغان پوځ له دفاعي حالته و تهاجمي ته باسي او له دې وروسته به د دښمن سره وهي او سنګر به یې نیسي.
جمهورخبري آژانس:کابل