د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار د پاکستان له زندانه د طالبانو د لوړ پوړي مشر ملا عبدالغني برارد په خوشي کېدو خوښي څرګنده کړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مسلم یار د مشرانو جرګې د نن یکشنبې لړم ۶ مې په عمومي غونده کې و ویل، چې له پاکستاني زندانه د ملا عبدالغني برادر په خوشي کېدو خوښی دی، خو کاش چې هغه په زندان کې زده کړي وي، چې پاکستان د افغانستان دوست نه دی.
مسلم یار وايي، افغان ولس به هله د ملا برادر د خوشي کېدو هرکلی وکړي، چې هغه د سولې په برخه کې هڅې وکړي او که چېرته بېرته جنګ ته مخه کړي، نو د افغان ولس هېڅ درد به هم دوا نه کړي.
د مشرانو جرګې رییس هیله وښوده، چې ملا برادر به په افغانستان کې د جګړې د پای او سولې د خبرو په برخه کې رغنده ګامونه پورته کړي.
د مشرانو جرګې یو بل غړي عبدالله قرلق هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل چې د ملا برادر خوشي کولو یو نېک ګام دی، خو په هغه صورت کې چې د سولې له پاره ګټور تمام شي.
نوموړي زیاته کړه تر څو چې افغانان خپلو کې د ستونزو د حل په موخه سره ناست نه وي او بهرنیان پر دې پروسه تسلط ولري د طالب مشرانو خوشي کول به هېڅ ډول ګټه ونه کړي.
باید و ویل شي، چې د طالبانو جګپوړی مشر ملا عبدالغني برادر څو ورځې وړاندې له ۸ کاله بند وروسته د پاکستان له یوه زندانه خوشی شو، چې د راپورونو له مخې اوس په اسلام آباد کې تر درملنې لاندې دی.
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني