سیمه ییز چارواکي وايي، کاپيسا ولایت کې یوې ۲۲ کلنې نجلۍ وروسته له هغې ځان وژنه کړې، چې د کورنۍ له خوا یې له خوښې پرته یوه کس ته کوزده کړای شوې وه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (د وږي ۷مه) د کاپیسا ولایت مرکز د ملا دادخیلو په کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د کاپیسا د پولیسو مشر عبدالبصیر خپلواک وايي، دغه ۲۲ کلنه پېغله شریفه نومېده او کورنۍ د دې له خوښې پرته یوه هلک ته په کوژده ورکړې وه.
نوموړي زیاته کړې، چې له همدې امله شریفې پرون شپه د موږک وژنې دارو خوړلي او خپل ژوند ته یې د پای ټکی اېښی دی.
د کاپيسا د پولیسو مشر وايي، د پېښې د لا پلټنو له پاره د پولیسو څېړنې روانې دي.
جمهورخبري آژانس:کاپیسا