۰

فاریاب کې د نظام الدین قیصاري د پلویانو لاریون په تاوتریخوالي اوښتی

چهارشنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۱
راپورونه وايي، د فاریاب ولایت مرکز میمنه ښار کې د جنبش د ګوند د یوه وتلي قوماندان نظام الدین قیصاري د پلویانو لاریون په تاوتریخوالي اوښتی دی.
فاریاب کې د نظام الدین قیصاري د پلویانو لاریون په تاوتریخوالي اوښتی
راپورونه وايي، د فاریاب ولایت مرکز میمنه ښار کې د جنبش د ګوند د یوه وتلي قوماندان نظام الدین قیصاري د پلویانو لاریون په تاوتریخوالي اوښتی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نظام الدین قیصاري پرون سه شنبې د چنګاښ ۱۲ مه د افغان ځانګړو ځواکونو له خوا د خپل سره کړنو او زورواکۍ په تور ونیول شو، خو له نیول کېدو سره سم یې پلویانو میمنه ښار کې په لاریون لاس پورې کړ.

د قیصاري پلویانو نن چهارشنبې هم په میمنه ښار کې واټونو ته راوتلي او د هغه د خلاصون په موخه یې په لاریون لاس پورې کړی خو ویل کېږي لاریون په تاوتریخوالی اوښتی او ډزې په کې شوې دي.

لومړني معلومات وايي، لاریون هغه مهال په تاوتریخوالي واوښته، چې د قیصاري پلویانو د فاریاب پر ملي امنیت ریاست یرغل وکړ.

ویل کېږي د تاوتریخوالي په ترڅ کې ډزې هم شوې، چې یو تن په کې وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي، چې روغتون ته وړل شوي دي.

خو رسمي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې نظام الدین قیصاري تېره ورځ په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې د یوې غوندې پر مهال هغه وخت و نیول شو، چې د یادې قول اردو په وینا لوړ پوړو امنیتي چارواکو ته یې سپکې سپورې و ویلې او هغوی یې په مرګ وګواښل.

قیصاري د ولسمشر لومړي مرستیال او د جنبش ګوند مشر جنرال عبدالرشید دوستم ته له نېږدې او مشهورو قوماندانو څخه دی.

پر هغه د ناقانونه وسله والو لرلو، زورواکۍ او ځینو پېښو کې د لاس لرلو تور دی، خو جنرال دوستم دغه توره رد کړي، دا یې یوه دسیسه بللې او د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یې حکومت ته خبردارۍ ورکړی، چې که قیصاري ژر تر ژره خوشی نه شي، نو شمال کې به لوی بحران رامنځ ته او د حکومت ځینې پروګرامونه به له خنډ سره مخ شي.

خو افغان حکومت وایي، دا کومه دسیسه نه ده، بلکې د زورواکانو د مخینوي له پاره یو ګام دی، چې پر مټ یې تر دې وړاندې په اروزګان او بادغیس کې هم ځينې زورواکي نیول شوي او کابل ته راوړل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي