داعش وسله والې ډلې سرچینو ویلي، چې د دغه ډلې د مشر ابوبکر البغدادي زوی حذیفه البدري په سوریه کې د عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د البغدادي د زوی د وژل کېدو خبر د داعش ډلې پر اعماق وېپاڼه خپور شوی دی او ویلي یې دي، چې حذیفه البدري د سوریې په حمص ولایت کې په یوه برید کې وژل شوی دی.
دغه وېبپاڼې لیکلي، چې د خليفه زوى حذيفه البدري د حمص ښار حرارتي برېښنا کوټ کې د علويانو او روسانو پر وړاندې د يوه عمليات پر مهال و وژل شو.
د دغه اړوند دغه وېپانې د حذیفه البدري د وژل کېدو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو پر پانه یې د یوه تنکي ځوان انځور چې لاس کې یې وسله ده خپور کړی دی.
د البغدادي د زوی حذیفه البدري د وژل کېدو خبر پر داسې مهال ورکول کېږي، چې د پلار ځای ځایګی او مرګ ژوند په اړه لا هم معلومات نشته دي.
جمهورخبري آژانس:کابل