سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کاپيسا ولایت کې د دوه وروڼو تر منځ په وسله واله نښته کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ولایت د پولیسو قوماندان محمد رازق یعقوبي زیاتوي، چې دغه پېښه تېره ورځ(یک شنبې د چنګاښ درېیمه) ماښام مهال د کاپيسا ولایت د کوهستان په اوله حصه ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې په یاده سیمه کې دوه وروڼه د کورنیو ستونزو له امله په جګړه سره کېوتي، چې د ډزو په ترڅ کې یې یوه مېرمن وژل شوې او څلور نور نارینه ټپیان شوي دي.
د کاپیسا امنیه قومانداني زیاتوي، چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، خو روغتیايي حالت یې نازک دی.
د قوماندان یعقوبي په خبره تر اوسه د پېښې اصلي لامل نه دی معلوم خو په تړاو یې درې تنه نیول شوي هم دي.
جمهورخبري آژانس:کاپیسا