د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي ویلي، د افغانستان جګړه له نظامي لارې حل نه لري او باید ښکېلې خواوې خبرو ته سره کېني.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عباسي دغه څرګندونې له بلومبرګ نشریې سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې افغان حکومت او وسله وال مخالفین یې د خبرو له لارې یوې هوکړې ته ورسېږي.
نوموړي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر طالبانو وروستیو فشارونو ته د شک په سترګه کتلي او ویلي یې دي، چې یوه ورځ اړتیا پیدا کېږي، چې دواړه لوري یوې هوکړې ته ورسېږي.
د عباسي په خبره د دې هوکړې له پاره اړینه ده، چې دواړه لوري د خبرو مېز ته کېني او ستونزې د سیاسي لارې حل کړي.
عباسي دغه څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او امریکا ویلي نورو له هغه کسانو سره چې سوله نه غواړي او د کابل د وروستیو بریدونو په شان بریدونه کوي، سوله نه کوي، بلکې د جګړې پر میدان به یې ترې ګټي.
جمهورخبري آژانس:کابل