د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ له پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي سره خبرې کړې او د روان وضعیت په اړه یې د امریکا اندېښنه ورسره شریکه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وېسټ په ټوېټ پیغامونو کې ویلي، چې له پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي سره یې په تلېفون خبرې کړې دي.
د هغه په وینا په دې مکالمه کې یې د افغانستان پر روان وضعیت، وروستیو ترهګریزو بریدونو او د نجونو پر زده کړو خبرې کړې دي.
امریکا ویلي چې د روان وضعیت او ملکي مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه لري او همدا راز پر ژمنو د نوي حکومت عمل نه کولو هم دوی اندېښمن کړي دي.
دواړو لورو ټینګار کړی چې نوی حکومت باید د افغانستان د پرمختګ او ودې لپاره له نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې عملي کړي او د خلکو د امنیت لپاره دې هڅې پراخې کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل