د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د پاکستان له نوي لومړي وزیر سره خبرو کې له پاکستانه د افغانستان په تړاو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي پوتین د پاکستان نوي لومړي وزیر شهباز شریف ته د مبارکی ویلو په خاطر تلېفون کړی او مبارکي یې ورکړې ده.
پولیس تمه ښودلې، چې د پاکستان نوی لومړی وزیر به وکولی شي له روسیې سره د پاکستان نېږدې اړیکي وساتلي.
دغه راز پوتین دا هم زیاته کړې، چې د پاکستان او روسیې ترمنځ باید د افغانستان په تړاو همکاري موجوده وي خو دا یې مشخصه کړې نه ده چې څه ډول همکاري.
د روسیې ولسمشر پوتین ټینګار کړی چې په سیمه کې باید د ترهګرو پر وړاندې هم ګډه مبارزه وشي.
پوتین داسې مهال د پاکستان نوي لومړي وزیر ته مبارکي وایي، چې ویل کېږي پخوانی لومړی وزیر عمران خان له پوتین سره د نږدې اړیکو لرلو له امله له دندې ګوښه کړل شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل